دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۳
د مطلب کود : 172003
ولسمشر غنی: قزاقستان او روسیې سره هوایی دهلېزونه پرانیزو
افغان ولسمشر وايي، د افغاني تولیداتو د پیاوړتیا او نړیوالو بازارنو ته د رسونې لپاره له قزاقستان او روسیې سره هوايي دهلېزونه پرانیزي.

کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب، د کرنیزو محصولاتو پروسس، نړیوالو په ځانګړي ډول اروپايي بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو او تازه او وچو مېوو رسول هغه مهم ټکې دي چې افغان ولسمشر غني پرې ټينګار وکړ.
ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ د کابل د یویشتم نړیوال کرنیز نندارتون په پرانیست غونډه کې وویل، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان بازارونو ته لاره پیدا کول د حکومت لومړیتوب دی او په وینا يي قزاقستان او روسیه هم د افغانستان کورني تولیداتو لپاره لوی بازارونه لري چې افغانستان به له دې لارې په میلیونونه افغانۍ ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"تر ټولو لوی بازارونه موږ ته قزاقستان او روسیه دي او د روسیې او قزاقستان د بازارونو پرانیستل زموږ لومړیتوب او اساسي هدف دی، دلته د ازبکستان هېواد زموږ تر ټولو لوی ملاتړی دی او تر ټولو لوی مسؤلیت ستاسې دی چې سټنډرډ ته پاملرنه وکړئ."
محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د کورني تولیداتو د بازار موندنې لپاره بهرنیو چارو مالیې او سوداګرۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د د نړیوالو معیارونو لپاره کار وکړي.
افغان ولسمشر وايي، که چېري د افغانستان کرنیزو محصولاتو باندې اساسي تمرکز وشي په دریو کلونو کې به د افغانستان د صادراتو په ارزښت کې څلور میلیارډه ډالره زیاتوالی راشي.
ولسمشر غني د افغاني تولیداتو د پیاوړتیا او نړیوالو بازارنو ته د رسونې لپاره دا خبرې په داسې حال کې کوي چې دغه هېواد تېره اوونۍ له ترکیې او اروپايي هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره نوی هوايي دهلېز پرانیست.
هند، ترکیه، قزاقستان او ازبکستان هغه هېوادونه دي چې له افغانستان سره هوايي دهلېزونه لري.
https://avapress.com/vdciurazpt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته