دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 172051
نیمروز ولایت کی ۶ تنه وسله وال وژل شوی
ویل کیږی، نیمروزکې د افغان امنیتی پولیس او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د چخانسور ولسوال حبیب الله اسد نن ورځ په دی اړه څرګندونه کړي، چی جګړه تېره شپه  ددغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې  رامنځته شوی ده.
سرچینی زیاتوی، یاد جګره هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو طالبانو په سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ چی له دواړو غاړو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دوی وایی، د وسله والو طالبانو په عملیاتو کې ۶ تنه امنیتی پولیس وژل شوي او ۴ نورټپیان شوي دي.
هغوی وایی، د پولیسو په ځوابیه عملیاتوکې ۶تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcbs5b88rhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته