خوښ ديک ۰

طالبانو ټاکل شوی ولسوال د آب کمری ولسوالی لپاره ووژل شو

بادغیس پولیس سرچینی خبر ورکوی چی طالبانو ولسوال د آب کمری ولسوالی لپاره وژل شوی دی.
طالبانو ټاکل شوی ولسوال د آب کمری ولسوالی لپاره ووژل شو

د بادغیس ولایت امنیثه قوماندانی اطلاعیه په اساس طالبان تیره شپه د آب کمری ولسوالی کې خالق تلو امنیتی پوسته باندی برید کړی او ددی ولسوالی تصروف قصد درلود چی د امنیتی ځواکونو سخت مقاومت سره مخ شو.
په اعلامیه کې ویل شوی دی چی ددی نښتو په جریان کې، ملا نورآغا، د طالبانو ټاکل شوی ولسوال د آب کمری ولسوالی لپاره خپل اتو تنو سره وژل شوی او اته تنه نور جنګیدونکې ټپیان شوی دی.
د اعلامیه په اساس، ددی نښتو په جریان کې امنیتی ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
د بادغیس ولایت په اخیرو اونیو کې د امنیتی ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ سختو نښتو شاهد دی.
 
پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود: 172052 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *