دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 172054
امریکا، هند ته تحریم خبرداری ورکړي
امریکا هند ته د روسیه څخه اس ۴۰۰ ډوله هوا ته ځمکنې میزایل رانیولو له امله خبرداری ورکړی دی.

یو امریکایی مقام ویلی دی چی که هند دا میزایلونه د روسیه څخه خریداری کړی، واشنګتن نوی دهلی باندی اقتصادی تحریم لګوی.
هیله شته چی د اس ۴۰۰ میزایلونو خریداری قرارداد د هند له لوری چی ارزښت یی نږدی پنځه میلیاردو دالرو ته رسیږی، سبا پنجشنبه نوی دهلی ته د ولادیمیر پوتین سفر په جریان کې امضا شی.
هند چی د چین او پاکستان نفوذ سره مقابلی لپاره هڅه لری دا هوا دفع کوونکې سیستم ته لاسرسی پیدا کړی، هیله مندی ښودلی دی چی واشنګتن ددی معامله لپاره، د اقتصادی تحریمونو وعضیت څخه معافیت ورکړی.
روسی اس ۴۰۰ سیستم جنګی پرمختللو طیارو له منځه وړلو باندی قادر دی او حتی هغه جتان چی د رادار څخه تیښتی باندی قادر دی، هم هدف نیول کیږی.
د مسما قانون په اساس چی د ( د امریکا دشمانو سره مقابله د تحریم وضع کولو له طریقه) چی ترامپ هغه د ۲۰۱۷ کال په اګست کې توشیح کړ، روسیه د امریکا ۲۰۱۶ کال ټاکنو کی دخالت لپاره، کریمیه جزیره اشغال، سوریه داخلی جنګ کې دخالت د واشنګتن تحریم سره مخ شو.
ددی قانون په اساس، هر هیواد چی د روسیه استخباراتی او دفاعی برخو سره معامله وکړی، هم د امریکا تحریمونو سره مخامخ کیږی.
مخکې واشنګتن پر چین باندی هم له دی امله تحریم وضع کړی وو.
 
https://avapress.com/vdcenw8zejh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته