په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د دولت ضد وسله والو سه شنبې شپه شاوخوا ۹ بجې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې د سهار تر ۲ بجې پورې یې دوام درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ وسله والو وژل شوي چې پکې د طالبانو د نومول شوی ولسوال یوه ساتونکي هم شامل دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، په دغه نښته کې د دولت ضد ۱۰ وسله وال ټپيان هم شوي.
د شاهین قول اردو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نښته په ترڅ کې د ملي پولیسو دوه سرتېري هم شهیدان شوي او دوه ولسي پاڅونوال ټپیان دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.