کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتو د امنیت لپاره ۵۴زره افغان ځواکونه توظیف شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 میزان 1397 ساعت 13:28


د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه وايي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره، ټول افغان ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او په دې برخه کې بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمې د پنجشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۲) له دفاع وزارت سره د انتخاباتو د امنیت په اړه یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، چې ټولو امنیتي، استخباراتي او عملیاتي ارګانونو ته لارښونه شوې، څو هغه راز چې خلک تمه لري، د انتخاباتو د ملي پروسې امنیت ټینګ کړي.
هغه زیاته کړه "دقیقاً د دغې ملي او مهمې پروسې لپاره، د ۵۱۰۰ مرکزونو لپاره او د ۲۱۰۰۰ محلونو لپاره، ۵۴زره امنیتي ځواکونه توظیف شوي دي، چې د دغې ملي او مهمې پروسې امنیت وساتي، یعنې په توله کې ټول امنیتي ځواکونه، ټول دفاعي ځواکونه، ټول کشف او استخبارات، حتی موږ دا ویلی شو، چې هوايي ځواکونه به د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په برخه کې او په دغو ورځو کې چې دا پروسه روانه ده دوی به د امنیت ټينګښت کوي".
ښاغلي رحیمي دغه راز وویل، چې ټولو امنیتي ځواکونو ته د کاندیدانو د امنیت ساتنې لپاره هم لازمې لارښوونې شوې دي.
هغه له کاندیدانو څخه وغوښتل، چې د دوی د ښه امنیت ساتنې لپاره، د خپل کمپاین د غونډو له جوړولو وړاندې، امنیتي ځواکونو ته خبر وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د یو نوماند د انتخاباتي کمپاین پر غونډې ځانمرګي برید ته په اشارې وویل، چې د دغې غونډې په اړه امنیتي ځواکونو ته خبر نه وو ورکړل شوی.
په دغه برید کې ۱۴ تنه ووژل شول او له څلویښتو زیات نور ټپیان شول.


د مطلب کود: 172059

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172059/د-انتخاباتو-امنیت-لپاره-۵۴زره-افغان-ځواکونه-توظیف-شوي

آوا
  https://www.avapress.com