کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان جګړې خصوصی کولو په وړاندی د ملی امنیت شورا غبرګون

12 میزان 1397 ساعت 22:05

د افغانستان د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د جګړې د خصوصي کولو د وړاندېز په اړه غبرګون ښودلی دی.



د راپورونو له مخې، د بلک واټر په نوم د خصوصي جنګي کمپني رئیس ایرېک پرنس شاوخوا یو کال مخکې دغه طرحه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړې وه.
نومړی څو ورځې مخکې له یو ټلویزیون سره د مرکې پر مهال یو ځل بیا د افغانستان د جګړې پر خصوصي کولو ټینکار وکړ او زیاته یې کړه چې دروانو جکړو د ژر پای ته رسېدو غوره لاره د جګړې خصوصي کول دي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د افغانانو د اساسي حقونو او اسلامي ارزښتونو د ساتلو په لاره کې، په مېړانه قرباني ورکړې او مبارزه کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو لید لوری، هغه اصل چې افغانان خپل راتلونکی په خپله جوړوي، تر پښو لاندې کوي.
د ملي امنیت شورا په وینا، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې د اسلامي ارزښتونو، ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او له خپلو ټولو هېوادوالو د ساتنې مسوولیت او صلاحیت لري.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان دولت به هېڅکله پر دې مخربو او متضادو بحثونو سترګې پټې نه کړي، بلکې د یو خپلواک هېواد په توګه به د هغو کسانو پر وړاندې چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو هڅه کوي ټول حقوقي اقدامات و ارزوي.
خبرپاڼه زیاتوي ”د افغانانو په مشرۍ او د نړیوالو متحدینو په مرسته به له ترهګرۍ سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام ولري. د افغانستان دولت او خلک به په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه ورنه کړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه خصوصي او د سوداګرۍ بڼه خپله کړي. “
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي چې ”د هېوادوالو د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل او د هغوی ژوند ته پاملرنه، د افغانستان دولت له اصلي مسوولیتونو څخه دي. دغه سپېڅلی مسووليت به هېڅکله سوداګرو ته ونه سپارل شي. مونږ اجازه نه ورکوو، چې د مبارزې سپېڅلي ارزښتونه مو د امتیاز اخېستو قرباني شي. د افغانستان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی. “
 


د مطلب کود: 172071

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172071/د-افغانستان-جګړې-خصوصی-کولو-په-وړاندی-ملی-امنیت-شورا-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com