دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۰۹
د مطلب کود : 172072
افغان ننګرهار کې امنیتی او دفاعی ځواکونه د ائتلافی ځواکونو سره ګډو عملیاتو کې داعش وسله والو ته مرګژوبله اړولي
د افغان امنیتي او دفاَعي ځواکونو او په افغانستان کې میشت د ائتلافي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ننګرهار ولایت د هوایي ډګر څخه د (۰۲) قطعې منسوبینو تېره ورځ د یاد ولایت د شیرزادو ولسوالی د کودې خېلو په سیمه کې د هوایي ځواکونو په ملاتړ ځانګړې جګړه يیزعملیات ترسره کړي چې په ترڅ کي یي شپږ تنه وسلوال طالبان وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ائتلاف قواوو جیټ الوتکې تېره ورځ د یادې ولسوالی د نکرخېلو په سیمه کې د مخدره توکو په کارخانو باندې هوایي بمباری ترسره کړی چې په ترڅ کې یې دوه بابه د مخدره توکو کارخانې ویجاړې شوې دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د خبرپاڼې له مخې، د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د پچیرآګام ولسوالی د اګام تنګې په سیمه کې په داعش جګړه مارانو هوایي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې شپږ تنه داعش جنګیالي وژل شوي دي
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو د دوام او هوایي بریدونو په ترڅ کې ملي دفاعي امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم مالي او ځاني زیان ندې اوښتې.
 
https://avapress.com/vdcefw8zwjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته