دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 172082
ولسمشر غنی بلخ ته لاړ او ابوعلی سینا ۳۶۰ بستریزه روغتون افتتاح کړ
ولسمشر غنی نن سهار په یو سفر کې بلخ ولایت ته لاړ او هلته د ابوعلی سینای بلخی ۳۶۰ بستریزه حوزوی روغتون افتتاح کړ.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد اشرف غنی د افغانستان ولسمشر نن سهار د یو عالی رتبه دولتی هیآت په راس کې بلخ ولایت ته ورسید.
ولسمشر خپل سفر په جریان کې د نظامی او ملکی مسؤولینو او بیلابیلو اقشارو سره کتنې سربیره، د ابوعلی سینای بلخی ۳۶۰ بستریزه حوزوی روغتون هم افتتاح کړ.
دا روغتن چی د ۳۶۰ بستر په ظرفیت په پنځه طبقه کې په اساسی توګه اعمار شوی دی، ۱۵ میلیون یورو لګښت درلودلی او لګښت یی د آلمان فدرال دولت له لوری ورکړل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcfc0dy0w6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته