کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار معروف ولسوالی کې هوایی بریدونه شوی

13 میزان 1397 ساعت 17:48

د کندهار ولایت په معروف ولسوالی کې د هوایي بریدونو په پایله کې وسله والو طالبانو، پاکستانیانو او ملکي وګړو ته مرګ ژبله اوښتې ده.




د کندهار د امنیه قوماندانی ویاند ضیا دراني وايي د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۰ وسله والو او ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ ملکیان ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، چې پيښه تېره شپه ناوخته د معرفو ولسوالی په خوګیاڼو کلي کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې د یو ماشوم او درې مېرمنې په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۷ ښځې او یو ماشوم ټپیان دي.
له بلخوا یوه بله سرچینه وایي، چې وسله والو طالبانو د خلکو له کورونو څخه پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې، چې په ځواب کې یې ګډو ځواکونو هوایي بریدودنه پیل کړل او له امله یې د وسله والو ترڅنګ څلور ملکي وګړي هم ووژل شول.
خو عینی شاهیدان ادعا کوي، چې د یوه واده په مراسمو کې د وسله والو مخالفینو د پټېدو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 172090

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172090/کندهار-معروف-ولسوالی-کې-هوایی-بریدونه-شوی

آوا
  https://www.avapress.com