ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني د بلخ ولایت حوزوي روغتون د پرانیستې او د دې ولایت له بېلابېلو اقشارو سره د کتنې په موخه پرون د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، بلخ ولایت ته ورسېد.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جمهوررئیس غني مزار شریف ته له رسېدو وروسته د هېواد له لومړۍ مېرمن سره یوځای د بلخ نسایي ولادي روغتون د پرانیستې ځای ته ولاړ او د ابو علي سینای بلخي د ۳۶۰ بستریز روغتون پرانیسته یې وکړه.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني د بلخ له والي محمداسحاق رهګذر، امنیه قومندان، ملي امنیت رئیس او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان سره په جلا کتنو کې د هغوی د اجرااتو راپور واورېد.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وروسته د جمهوررئیس محمداشرف غني او د وسلهوال پوځ اعلی سرقومندان په مشرۍ امنیتي غونډه کې چې د ولایت مقام په مقر کې جوړه شوې وه، لوړپوړو امنیتي او دفاعي مسولینو د هېواد د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)