کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني د ابوعلي سینا بلخي ۳۶۰ بستریز روغتون پرانیست

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 میزان 1397 ساعت 11:04

ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د ابو علي سینا بلخې ۳۶۰ بستریز روغتون پرانیست.



ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني د بلخ ولایت حوزوي روغتون د پرانیستې او د دې ولایت له بېلابېلو اقشارو سره د کتنې په موخه پرون د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، بلخ ولایت ته ورسېد.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جمهوررئیس غني مزار شریف ته له رسېدو وروسته د هېواد له لومړۍ مېرمن سره یوځای د بلخ نسایي ولادي روغتون د پرانیستې ځای ته ولاړ او د ابو علي سینای بلخي د ۳۶۰ بستریز روغتون پرانیسته یې وکړه.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني د بلخ له والي محمداسحاق رهګذر، امنیه قومندان، ملي امنیت رئیس او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان سره په جلا کتنو کې د هغوی د اجرااتو راپور واورېد.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وروسته د جمهوررئیس محمداشرف غني او د وسله‎وال پوځ اعلی سرقومندان په مشرۍ امنیتي غونډه کې چې د ولایت مقام په مقر کې جوړه شوې وه، لوړپوړو امنیتي او دفاعي مسولینو د هېواد د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.
 


د مطلب کود: 172097

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172097/ولسمشر-غني-د-ابوعلي-سینا-بلخي-۳۶۰-بستریز-روغتون-پرانیست

آوا
  https://www.avapress.com