کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې نښتې وسله طالبانو، داعشیانو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 میزان 1397 ساعت 11:51

د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالی په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې چې له امله یې یو شمېر وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې تېره ورځ د کونړ ولایت وټه پور ولسوالی د څپرې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ وسلواله نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې ۴ تنه داعش جنګیالي هم وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”د خواشیني ځای دی چې د دواړو تروریستی ډلو د وسلوالې نښتې په ترڅ کې ۱ تن دوه کلنه کوچني ماشومه په شهادت رسیدلې او ۱ تن کوچني ماشومه تپي شوې ده.“
د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 172104

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172104/کونړ-کې-نښتې-وسله-طالبانو-داعشیانو-او-ماشومانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com