د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته ځي.
زلمی خليلزاد د افغانستان سولې په تړاو خبرو لپاره پاکستان ته ځي
زلمی خليلزاد د افغانستان سولې په تړاو خبرو لپاره پاکستان ته ځي , 14 میزان 1397 ساعت 11:56
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته ځي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی خليلزاد له پاکستان وروسته، افغانستان، متحده عربي اماراتو، عربستان او قطر ته هم سفر وکړي او هلته د یادو هيوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبري وکړي.
زلمی خليلزاد د امريکا له لوري د افغانستان د سولې په تړاو له طالبانو سره د خبرو کولو همغږی کوونکی دی، نوموړی له افغان حکومت او نورو هيوادونو سره د افغاانستان د سولې په اړه کار او خبري کوي
د مطلب کود: 172106