دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 172110
په افغانستان کې د امریکا پوځ د ۴۶۵ هوایي بریدونو په اړه راپور خپور کړ
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په سپتمبر میاشت کې د ترسره شویو ۴۶۵ هوایي بریدونو په اړه راپور خپورکړ.

د امریکا پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۵۲۲ هدفونه په نښه کړي دي، چې په کې د وسله والو تاکتیکي واحدونه، پوستې، وسلې، چاودېدونکي توکي، پټنځایونه، موټرسایکلونه او ګاډي لمنځه تللي دي.
د خبرپاڼې له مخې، امریکایي ځواکونو د سپتمبر په لومړی نیټه کې د وسله والو ۴ هدفونه په هلمند او ننګرهار ولایتونو کې په نښه کړي.
د سپتمبر په دوهمه نیټه کې امریکایي ځواکونو په فراه، هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ۷ هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د وسله والو ۱۰ هفدونه په نښه شوي.
د سپتمبر په درېیمه نيټه کې د وسله والو ۱۱ هدفونه د ۹ هوایي بریدونو په ترڅ کې په نښه شوي. امریکایي ځواکونو دغه هوایي بریدونه په کابل، هلمند، کاپیسا، لوګر او پکتیا ولایتونو کې ترسره کړي.
د سپتمبر په ۴ مه نیټه امریکایي ځواکونو دوسله والو پر ۳۱ هدفونو باندې هوایي بریدونه ترسره کړي. دغه هوایي بریدونه په هرات، کندهار، کونړ، کندز، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو کې ترسره شوي.
د سپتمبر په ۵ مه نیټه امریکایي ځواکونو دوسله والو پر ضد ۲۳ هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د وسله والو ۲۵ هدفونه په غزني، هلمند، کندهار، کاپیسا، ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې په نښه شوې.
همداراز امریکایي ځواکونو د سپتمبر په ۶ مه نیټه د وسله والو ۲۹ هدفونه په هلمند، کندهار، خوست، کونړ، لغمان، لوګر، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې په نښه کړي.
د سپتمبر په ۷ مه نیټه امریکایي ځواکونو د وسله والو پر ۲۹ اهدافو هوایي بریدونه ترسره کړي او د سپتمبر په ۸ مه نیټه ۱۴ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
د امریکا پوځ په وینا، د سپتمبر په ۹ مه نیټه ۲۵ هوایي بریدونه، د سپتمبر په ۱۰ مه نیټته ۳۶ هوایي بریدونه، د سپتمبر په ۱۱ مه نیټه ۲۰ هوایي بریدونه،  د سپتمبر په ۱۲ مه نیټه ۱۴ هوایي بریدونه، د سپتمبر په ۱۳ مه نیټه ۳ هوایي بریدونه، د سپتمبر په ۱۴ نیټه ۳ هوایي بریدونه او د سپتمبر په ۱۵ نیټه ۱۴ هوایي بریدونه ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې امریکاي ځواکونو د سپتمبر په ۱۶ مه نیټه ۱۴ هوایي بریدونه، د سپتمبر په ۱۷ مه نیټه ۷ هوایي بریدونه، د سپتمبر په ۱۸ نیټه ۱۳ هوایي بریدونه، د ستمبر په ۱۹ مه نیټه ۱۱ هوایي بریدونه، په ۲۰ مه نیټه ۱۶ هوایي بریدونه، په ۲۱ مه نیټه ۱۷ هوایي بریدونه، په۲۲ مه نیټه ۱۲ هوایي بریدونه، په ۲۳ مه نیټه ۳۳ هوایي بریدونه، په ۲۴ مه نیټه ۷ هوایي بریدونه، په ۲۵ نیټه ۲۷ هوایي بریدونه، په ۲۶ نیټه ۴ هوایي بریدونه، په ۲۷ نیټه ۱۷ هوایي بریدونه، په ۲۸ مه نیټه ۲۲ هوایي بریدونه، په ۲۹ نیټه ۱۶ هوایي بریدونه، او د سپتمبر په ۳۰ مه نیټه ۱۰ هوایي بریدودنه ترسره کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzinzv23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته