د کابل د امنیه قوماندانی ویاند بصیر مجاهد وایي، پیښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي مجاهد په خبره، لومړی چاودنه د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په ترڅ کې یې د پولیسو یوه افسر وژل شوی.
هغه زیاته کړه، چې دوهمه چاودنه هغه مهال وشوه کله چې پولیس او خلک د لومړي برید په ځای کې راغونډ شول.
د ښاغلي مجاهد په وینا، په دوهمه چاودنه کې د پولیسو یوه افسر وژل شوی او د ۳ ملکي وګړو او ۶ پولیسو په ګډون ۹ کسان تپیان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)