دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 172123
جمهوررئیس غني د بلخ علماو سره په کتنه کې: بلخ ولایت به د ملي او مذهبي وفاق د الګو په توګه پاتې شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ د دغه ولایت علماو سره وکتل. د بلخ ولایت علماو د حکومت د سولې او زیربنایي طرحو د ملاتړ ترڅنګ، د علماو د امنیت تامین او د حکومت په جوړښت کې د علماو نقش ته د پامرنې غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني د علمای کرامو د متفقې فتوا مننه وکړه چې د طالبانو د جګړې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوست او زیاته یې کړه، د حکومت او علماو ترمنځ واټن لمنځه تللی او علما له څنډې څخه متن ته راغلي. 
د هېواد جمهوررئیس بلخ ولایت د ملي او مذهبي وفاق بېلګه وبلله وې ویل، پر هر هزاره او شعیه برید پر جمهوررئیس برید دی. هغه زیاته کړه، بلخ به د ملي او مذهبي وفاق د الګو په توګه پاتې شي.
جمهوررئیس غني وویل، په ټولو ولایتونو کې جامع جوماتونه په خاص معمارۍ سبک جوړېږي او همدا اوس په ولایتونو کې  له  ۲۰ زیاتو جوماتونو کار روان دی.
همداراز جمهوررئیس وویل، د امنیت تامین او د حکومت په جوړښت کې د علماو حضور ته جدي پاملرنه کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb55b8frhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته