کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې امریکایی ځواکونو داعش وسله والو ډلې پر پټنځایونو بریدونه ترسره کړی

14 میزان 1397 ساعت 18:10

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په خوږیاڼو ولسوالی کې د داعشیانو پر پټنځایونو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په له امله یې د داعش څلور غړي وژل شوي او د دوی د روزنې دوه مرکزونه لمنځه تللي دي.



د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي ”ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په ماشین درې سیمه کې تېءه ورځ د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې د داعش ډلې څلور غړي ووژل شول، د دوی د روزنې دوه مرکزونه او د وسلو او مهماتو یوه ډیپو لمنځه یوړل شوه. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې بریدونو پر مهال ملکي وګړو ته کوم مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی.
 د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت په ځېنو ناامنو ولسوالیو کې د داعشیانو او نورو وسله والو ډلو په وړندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
 


د مطلب کود: 172142

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172142/ننګرهار-کې-امریکایی-ځواکونو-داعش-وسله-والو-ډلې-پر-پټنځایونو-بریدونه-ترسره-کړی

آوا
  https://www.avapress.com