کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کی داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوي

14 میزان 1397 ساعت 18:14

د کونړ وټه پور ولسوالۍ د څپرې په سیمه کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې پکې د وسله والو ډلو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او په لسګونو کورنیو خپل کورونه پريښي چې اوس د ګڼو ستونزو سره مخ دي.



په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو ویاند محمد هارون یوسفزي په دی اړه وویل چې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور يي ټپیان دي او په خبره یې چې د داعش درې تنه وژل شوي او څلور يې ټپیان دي.
د نوموړي په خبره، په دغه جګړه کې یوه ماشومه وژل شوې او یو ماشوم ټپي شوی دی.
دغه نښته د تېرې چهارشنبې په ماسپښین پیل او د ۵ شنبې تر ماښامه یې دوام درلوده او ویل کېږي چې اوس هم هلته دواړو ډلو یو بل ته سنګرونه نیولي او هره شېبه د نوې جګړې د پيل کېدو وېره شته.
په کونړ کې د دغو دوو ډلو ترمنځ دا لومړۍ جګړه نه ده، بلکې له دې وړاندې هم د چپې درې او د ماڼوګي ولسوالۍ به کلایګل او شوړیک کې هم جګړې شوي چې پکې دواړو خواو ته مرک ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه دواړو وسله والو ډلو د دغې شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 172144

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172144/کونړ-کی-داعش-او-طالب-وسله-والو-ترمنځ-نښته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com