دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 172164
غزنی او پکتیا لارو د خلاصون لپاره عملیات پیل شوي
د غزني او پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایتونو ترمنځ د لویې لارې په بندېدو له ستونزو سره مخ دي.


دا خلګ وایی،چی د پاخه سړک پرځای پر خامه لارو تګ راتګ کوي، د یوه ساعت پر ځای په دوه- درې ساعتونو کې رسېږي، خولې یې له خاورو ډکې او سخت تکلیف ورباندې تیرېږي.
بل لور ته په غزني کې نظامي چارواکي وايي، د دې لارې د خلاصون او د یاد سړک د بیا رغونې په هدف یې عملیات پیل کړي دي چې د «سینې» تر سیمې رسیدلي دې.
په زون کې د ملي اردو د ارکان رئيس روح الله په کوه باد سیمه کې خبریالانو ته وویل، وسله‎والو طالبانو د دې لارې له بندېدو وروسته نېږدې پنځه کیلو متره پوخ سړک اړولی دی.

هغه زیاته کړه:
"د دې لارې له خلاصونه وروسته به پر دغه لاره د هوايي او ځمکني ځواکونو په ملاتړ له ۱۵ تر ۲۰ امنیتي پوستې واچوو، څو خلک په ارامه پرې تګ راتګ وکړي، طالبانو د عامو خلکو پر مخ دغه سړک ویجاړ کړی او خلکو ته‎یې زیان اړولی دی."

په غزني کې د ملي اردو د ارکان رئیس ډګرمن حکیم خان هم وویل:
"عملیات د غزني اندړو ولسوالۍ د سينې تر سیمې رسیدلي او نور هم پر مخ روان دي، په‎دې عملیاتو کې يې وسله‎والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده."
وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.
د غزني، پکتیکا دغه لاره څه بادې څلور میاشتې وړاندې هغه مهال وسله‎والو طالبانو وتړله چې د غزني پر اندړو ولسوالۍ یې ډله‎ییز بریدونه وکړل، خو عامو خلکو ته يې په خامه سیمو کې د تګ راتګ اجازه ورکوله.
 
https://avapress.com/vdcg3x9qtak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته