دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 172165
ننګرهار کې پاکستان قونسلګری سر له نن څخه ویزو ورکولو لړی پیلوی
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي په پام کې ده چې په جلال اباد کې د پاکستان قونسګلری سر له نن د ویزو ورکول لړی پیل کړي.

د ننګرهار ولایت مقام له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ د بهرنیو چارو وزارت سره تر هوکړې د ولایتي ادارې له لورې د جوړ شوي پلان له مخې سبا یکشنبه د ویزو ورکولو لړۍ پیل کوي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې پلان له مخې د پاکستان هېواد د ویزو ټول اخیستونکي د ځانګړي جدول له مخې د تابعت تذکرې، ډک شوي فورم او خپل پاسپورت سره یو ځای سراج العمارت بڼ کې د پارکینګ څېرمه د مسؤلینو له لورې تنظیم او د ویزو اخیستو په موخه په منظم ډول لیږل کیږي .
د ولایت مقام په وینا، د جوړ شوي جدول له مخې به سبا یکشنبه یوآخې د روداتو، پچیراګام، چپرهار ،حصارک ،خوږیاڼو او د شیرزادو ولسوالیو تذکرو لرونکو ته ویزې ورکړل شي .
 
https://avapress.com/vdch-inzm23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته