کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بدخشان سرو زرو کان او بلخاب مسو کان راوېستنې تړونونه لاسلیک شو

15 میزان 1397 ساعت 11:20

د بدخشان د سرو زرو کان او د بلخاب د مسو کان د راوېستنې تړونونه پرون د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت او د “سنتار لمیتد” شرکت ترمنځ په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شول.



په واشنګټن کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې ویلي، چې د مراسمو په پیل کې د افغانستان سفارت مستشار ښاغلي فضل الرحمن فضلیار میلمنو ته د ښه راغلاښت او د پروګرام په اړه د معلوماتو ترڅنګ، ددې تړونونو لاسلیک په افغانستان کې د پانګونې د ودې لپاره یو مهم ګام وباله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت مستشارې وزیر مختارې او شارژدافیرې مېرمن مدینې قاسمي په خپله پرانستونکې وینا کې وویل “دغه تړونونه چې نن دلته لاسلیک کېږي، ډېر مهم او د خصوصي سکټور په اړه د افغان دولت ژمنې څرګندوي.”
مېرمن قاسمي زیاته کړه ” پداسې حال کې چې افغانستان په خپل ځان د بسیاکېدو په لوری روان دی، خصوصي سکټور کولای شي چې ددې حرکت په ملتیا کې مهم رول ولوبوی. له هغه ځایه چې موږ په ګډه د خصوصي سکټور او دولت ترمنځ د مشارکت د پراختیا په لاره کې هڅه کوو، خو بیا په ورته وخت کې تمه لرو چې دا هڅې په هېواد کې د کارموندنې او د تلپاتې اقتصادي ودې لامل شي.”
د مراسمو په بله برخه کې افغانستان د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشر غني ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر همایون قیومي د افغان دولت د ژمنو او په پروژو کې د رڼوالي په اړه خبرې وکړې او له خصوصي څانګې څخه د هغو پروژو د ملاتړ له امله مننه وکړه، چې د خلکو د ژوندانه په پرمختګ کې مرسته کوي.
همدا راز د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې مېرمن نرګس نهان د تړونونو د لاسلیک کولو په مهال د رڼوالي او په یاد وزارت کې د نویو قوانینو د تصویب په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې د خصوصي څانګې او د افغان دولت سره دوه اړخېزه مشارکت به د دندو په رامنځته کولو کې ټولنیزه اغېزه ولري.
د سنتار کمپنۍ شریک ښاغلي سید سعادت منصور نادري او ددې شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي اینهننم بیا په خپلو ویناو کې په افغانستان کې د بهرني سوداګري د اهمیت او د خصوصي سکټور د ودې په اړه خبرې وکړې.
هغوی دا تړونونه د نورو پانګه والو د هڅولو لپاره چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، مهم وبلل.
بلخوا د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند عبدالقایر مطفي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو د کانونو تړونونه هېڅ ډول قانوني او حقوقي ستونزه نلري او ټینګار یې وکړ چې د یادو دوو کانونو د داوطلبۍ پروسه په ۲۰۱۲ کال کې اعلان ته سپارل شوې وه.
ده زیاته کړه، چې رکیش افغان مایننګ شرکت، چې د بدخشان د سرو زرو د استخراج تړون یې لاسلیک کړی، ژمنه یې کړې، چې د اکتشاف مرحلې په لومړیو درېوو کلونو کې به ۲۲ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د ښاغلي مطفي په وینا، غه راز د افغان ګولډ اینډ منرالز شرکت به هم د اکتشاف مرحلې په لومړیو درېوو کلونو کې ۵۶ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
 


د مطلب کود: 172166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172166/بدخشان-سرو-زرو-کان-او-بلخاب-مسو-راوېستنې-تړونونه-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com