د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي ځواکونو فعالیت ستایلی او ویلي یې دي چې پولیس باید قانون پلی کړي.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې ولسمشر غني دا خبره بلخ ته د سفر په دوهمه ورځ د ۲۰۹ شاهين قول اردو له افسرانو سره په کتنه کې کړې ده.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني په بلخ کې امنیتي ځواکونو ته ویلي چې که د هغوی د قربانیو په مټ یې نړیوالې ټولنې ته په سیاسي ډګر کې قناعت ورکړی دی.
محمد اشرف غني پرون شنبه د اکټوبر ۶مه ، ماښام له بلخه کابل ته ستون شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)