خوښ ديک ۰

ننګرهار مروارید کانال دوهم برخې جوړونې تړون لاسلیک شو

په ننګرهار ولايت کې د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرواريد کانال د دوهمې برخې د جوړونې تړون لاسليک شو.
ننګرهار مروارید کانال دوهم برخې جوړونې تړون لاسلیک شو

د ننګرهار والي حيات‌الله حيات نن په يوه کنفرانس کې وويل، د دغه تړون په مرسته به د کانال په دوهم فاز کې د بيارغونې ګڼې پروژې عملي شي.
ښاغلی حیات زیاتوي:
"دغه قرارداد تقريباً د دوو میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت دى. کارونه به‌يې په دوو کلونو کې بشپړېږي. په دغه کانال کې زابرونه، پلونه، پلچکونه، محافظتي ودانۍ شاملې دي چې د سيمې اوسېدونکو ته به د کار زمينه برابره شي."
د مرواريد کانال د بيارغونې دغه تړون له جاپاني شرکت «PMS» سره لاسليک شوى دى.
په ښېوې ولسوالۍ کې د مرواريد په نوم کانال چې ٢٤ کېلو متره اوږدوالى او ١١ متره بر يا سور يې دى، لومړۍ برخه‌يې په ٢٠٠٣ میلادي کال کې پرانیستل شوې وه.
یکشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود: 172191 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *