دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۸
د مطلب کود : 172192
ایران پارلمان د ملګرو ملتونو ترورېزم تمویل مخنیوی کنوانسیون کې د غړیتوب لایحه تصویب کړه
د ایران پارلمان د ملګرو ملتونو د ترورېزم د تمویل د مخنیوي په کنوانسیون کې د غړیتوب لایحه تصویب کړه.

د ایران پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې د ایران قوانین له نړیوالو نورمونو سره برابروي او هم دې هېواد ته لاره پرانیزي چې د ملګرو ملتونو د ترورېزم د تمویل د مخنیوي په کنوانسیون یا «CFT» کې شامل شي.
د راپورونو له مخې، دغه لایحه نن یکشنبه د ۱۲۰ منفي رأیو پر وړاندې په ۱۴۳ مثبتو رأیو تصویب شوه چې پنځو وکیلانو خپلې رأیې ونه‌کارولې.
دغه لایحه مخکې له دې چې قانوني بڼه خپله کړي، د ایران شورای نګهبان‌یې باید تأیید کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، نه دی او نه هم ولسمشر د دې ضمانت کولای شي چې که ایران د ملګرو ملتونو د ترورېزم د تمویل د مخنیوي کنوانسیون یا «CFT» سره یوځای هم شي، ټولې ستونزې به هوارې شي، خو هغه زیاته کړه چې دی په یقین سره ویلی شي چې که ایران له دغه کنوانسیون سره یوځای نه‌شي، د امریکا متحده ایالاتو ته به د ستونزو د زیاتولو لپاره نورې پلمې په لاس ورکړي.
د ایران په پارلمان کې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې سخت دریځو له دغې لایحې سره مخالفت ښودلی و.

د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته واشنګټن پر تهران بندیزونه بېرته لګولي چې د ایران پر اقتصاد یې ناوړه اغېز کړی دی.
واشنګټن دغه‌راز ژمنه کړې چې که ایران په سیمه کې د سخت دریځو ډلو د ملاتړ په ګډون په خپلو سیاستونو کې اساسي تغییرات رانه‌وړي، پر دغه هېواد به نور سخت بندیزونه ولګوي.
 
https://avapress.com/vdchwinzi23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته