دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 172209
محمد محقق پر اربکي قومندان «علي‌پور» د ځانګړو ځواکونو برید غندلی
د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق وايي، پر اربکي قومندان علي‌پور د ځانګړو ځواکونو برید د غندلو وړ دی.


هغه ویلي، په دې برید کې ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ملکي هستوګنځایونه لوټل شوي دي.

محمد محقق ویلي، چې د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ نه ورته تلیفوني معلومات رسېدلي چې ځانګړو ځواکونو د دې ولسوالۍ په اسد اباد کې تر شلو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

محقق د قومندان علي‌پور په اړه ویلي، دا خلک «هزاره‌میشتې سیمې» له اتلسو کلونو راهیسې د دولت کلک ملاتړي پاتې شوي دي.

تېره ورځ د غور د والي ویاند وویل، چې دوی د اربکي قومندان علي‌پور د نیولو امر ورکړی او ځانګړي ځواکونو له دوو ورځو راهیسې د هغه د نیولو په هڅه کې دي.
https://avapress.com/vdcgzx9qyak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته