دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 172213
زلمی خلیلزاد د عبدالرب رسول سیاف سره وکتل
د سولې او پخلاینې په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له عبدالرب رسول سیاف سره وکتل.

ښاغلي سیاف ته نژدې سرچینې ویلي، چې ښاغلي سیاف او د امریکا ځانګړی استازی د روانو حالاتو او د سولې او پخلاینې په ګډون پر یو لړ مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړې.
د امریکا ځانګړی استازی تردې مخکې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره کتلی دی.
له اررګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني او ښاغلي خلیلزاد د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د  تامین پر لارو بحث او خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جمهوررئیس غني په دې کتنه کې د سولې پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د هڅو په اړه خبرې وکړې.
د ارګ ماڼی به وینا، د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد، کابل او د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر د موخې په اړه معلومات ورکړل وې ویل، سوله یوه مقدسه پروسه ده او په دې پروسه کې د امریکا حکومت او خلک د افغانستان له حکومت او خلکو سره متحد دي.
 
https://avapress.com/vdcb85b8frhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته