دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۶
د مطلب کود : 172239
ارګ په افغانستان کې د امریکا ۱۷ کلن مأموریت بریالی او له لاسته راوړنو ډک بولي
د افغانستان جمهوري ریاست په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو ۱۷ کلن مأموریت بریالی او له لاسته راوړنو ډک بولي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې مبارزه بریالۍ وه.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۶» ازادي راډیو ته وویل، ترورېزم په افغانستان کې ماته خوړلې ده.

دی وایي:
"په تېرو ۱۷ کلونو کې ترورېزم ماته خوړلې ده، حکومت حاکم دی، خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي، له ۲۰۱۴ کاله تر اوسه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په مېړانې مسؤلیت اخیستی دی، له پخوا زیات افغان هوايي او ځمکني ځواکونه تجهیز او امکانات‌یې زیات شوي دي."
۱۷ کاله وړاندې د اکټوبر په ۷مه د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د دې لپاره جګړه پیل کړه چې د القاعده مشر اسامه بن لادن ته‌یې پناه ورکړې او په کم وخت کې یې دغه نظام رانسکور کړی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د نړیوالو په هڅو افغان امنیتي او دفاعي بنسټونه بیا ورغول شول او لا یې هم د پياوړتیا لپاره هڅې کېږي.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او همدا شان هوايي ځواکونه د دې جوګه شوي چې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.
نوموړي وویل:
"نن موږ هوايي، امنیتي او دفاعي ځواک، پولیس او ملي امنیت لرو چې په ټول توان له خپلو خلکو او خاورې دفاع کوي، په ملي پروسو کې مرسته کوي او همدا شان بشري مرستې رسوي، ۱۷ کاله وړاندې افغانانو داسې څه نه‌لرل، له دې سره په خوا کې د بیان ازادي لرو، بهرنی ملاتړ لرو، دا هر هغه څه دي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په مرسته رامنځته شوي دي."
خو له دې ټولو پرمختګونو سره سره بیا هم په افغانستان کې جګړه نه‌ده ختمه شوې، ورځ تر بلې په افغانستان کې جګړه پراخېږي او پېچلې بڼه خپلوي.
د راپورنو له مخې، په دغه جګړه کې له دوه نیم زرو زیات بهرني سرتېري وژل شوي او همدا شان زرګونه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پوځي چارو کارپوهان‌يې دلیل په افغانستان کې د سیمه‌ییزو هېوادونو د استخباراتو لاس‌وهنه بولي.
له ډلې يې باري عارض ازادي راډيو ته وویل:
"عمده ستونزه چې امنیتي ځواکونه‌یې ننګولي دي، هغه په افغانستان کې د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ ستره استخباراتي جګړه ده چې مهارول‌یې د افغان ځواکونو له وسه وتلې خبره ده، نړیوال هم تر یوه حده په دې برخه کې پاتې راغلي دي، په ټوله کې هغه اهداف چې امریکایانو درلودل او د هغو لپاره افغانستان ته راغلي وو، د ترورېزم له‌منځه وړل، د کوکنارو ختمول او د یو پراخ بنسټه حکومت رامنځته کول وو، تر اوسه دغه اهداف امریکایانو نه‌دي ترلاسه کړي."
ښاغلی عارض زیاتوي چې روسیه، پاکستان او ایران په افغانستان کې جګړه پر مخ بیایي او امریکا او افغان حکومت ته‌یې ستونزې جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پیو په نوم د امریکايي څېړنیز بنسټ د سروې له مخې، ۴۹ په سلو کې امریکایانو د افغانستان جګړه ناکامه بللې ده.
د ولسمشر ویاند وايي چې اوس‌مهال په افغانستان کې د جګړې په ماهیت کې بدلون راغلی، د ترورېزم نړیوالې شبکې نورې هم پراخې شوي او جرمي اقتصاد هم وده کړې.
هارون چخانسوري زیاتوي چې په افغانستان او سیمه کې د دغو جرړو د ایستلو لپاره سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ته تر ټولو زیاته اړتیا لیدل کېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي وايي، امریکا دې د افغانستان په هغو ګاونډيو هېوادونو باندې فشارونه زیات کړي چې ترورېستان پالي او په خپله خاوره کې يې ورته خوندي ځایونه ورکړي دي.
بل‌خوا شااوخوا دوه کاله وړاندې داعش ډلې د افغانستان په خیتځ ننګرهار کې سر راپورته کړ چې دا مهال په دغه ولایت سربېره، په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم فعالیت لري.
افغان حکومت وايي چې دغه ډله‌یې سخته ځپلې او د له‌منځه وړلو لپاره‌یې بشپړه اراده موجوده ده.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته، د افغانستان په وضعیت کې د پام وړ ښه‌والی راغلی.
د ولسمشر ویاند هاورن چخانسوري وايي چې اوس له بل هر وخت زیات سولې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دي.

 
سرچينه : آزادی رادیو
https://avapress.com/vdcjt8evhuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته