دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۲
د مطلب کود : 172240
طالبانو ټاکنیز اهدافو په نښه کولو خبرداری ورکړي
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې د لویدیځ او امریکا دسیسه بللې ده او ویلي یې دي چې دوی به ټاکنیز اهداف په نښه کوي.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي ”اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هم لارښوونه کوي چې د ملکي او عامو افغانانو ژوند او مال ته د جدي پام ساتلو تر څنګ په ټول هیواد کې د دغې امریکايي پروسې د مخنیوي هڅه وکړي، کلک خنډونه ورته جوړ کړي، هغه افراد چې د دې پروسې د بریا هڅه کوي او په امنیتي برخه کې مرسته ورسره کوي، هغوی تر هدف لاندې راولي او په ټول توان سره د امریکایانو دغه دسیسه ناکامه او نامراده کړي. “
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو ټاکنې د تلې په ۲۸ مه ڼیته ترسره شي.
بلخوا د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکي د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره د چمتوالي خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي تېره خبریالانو ته وویل “د ټاکنو په ورځ به ۵۴۰۰۰ امنیتي او دفاعي ځواکونه د رایې ورکونې د ۵۱۰۰ مرکزونو، چې ۲۱ زره د رایې وکونې محلونه پکې شاملېږي، د امنیت د ټینګښت لپاره په دندو بوخت وي.” همدارنګه نوموړي وویل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تهاجمي بریدونو کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالی رامنځته شوی دی. هغه زیاته کړه:” د دښمن پر وړاندې د تهاجي او تعرضی بریدونو په زیاتېدو سره د هیواد امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.”
 
https://avapress.com/vdcba5b8grhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته