کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اچین ولسوالۍ سیمه ایز پولیسو مخکنۍ مشر بلال پاچا په بند محکوم شو

16 میزان 1397 ساعت 19:46

د يوې علني غونډې په ترڅ کې د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو مخکینی مشر بلال پاچا په شپږ کاله تنفيذي بند محکموم شو.



د ننګرهار ولایت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار استیناف محکمې د یوې علنۍ غونډې په ترڅ کې چې د ښاري محکمې رئیس قضاوتمند ضياالحق ضيآ په مشرۍ ، د نظامي ابتدايه دېوان رئيس قضاوتيارتورن ګلبدين نصرتيار او قضاوتمندسميع الله صدري په غړيتوب ترسره شوه، د اچين ولسوالۍ د سيمه اييزو پوليسو مخکینی مشر بلال پاچا په شپږ کاله تنفيذي بند محکموم کړ.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په قضايی علني غونډه کې برابره شوې صورت دعوه، زیانمنو شوو او د غونډې د ټولو ګډونوالو د خبرو اترو وروسته د علني غونډې قضايی پلاوي د رايو په يوالي او د قضيې اوراقو ته په کتو د اچين ولسوالۍ د سيمه اييزو پوليسو مخکینی مشر بلال پاچا په شپږ کاله تنفيذي بند محکوم او د ده دوه ورونه يې د لازمو د لايلو او اسنادو د نشتون له امله برائت کړل.
د ننګرهار ولایت مقام له مخې، بلال پاچا د جلال پاچا زوی د اچين ولسوالۍ د پوليسو ټيم ليډر د واک څخه ناوړه ګټې اخستنې په قضيه کې عسکري جرمونو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د لومړۍ فقرې دهدايت سره سم د نظارت او توقيف له نېټې څخه په شپږ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
 


د مطلب کود: 172241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172241/اچین-ولسوالۍ-سیمه-ایز-پولیسو-مخکنۍ-مشر-بلال-پاچا-په-بند-محکوم-شو

آوا
  https://www.avapress.com