کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او سعودي عربستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون لومړنۍ ناستې په ریاض کې جوړې شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 میزان 1397 ساعت 20:51


د افغانستان او سعودي عربستان د اقتصادي او سوداګریزوهمکاریو د ګډ کمیسیون لومړنۍ ناستې د روان کال د تلې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د افغانستان مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي او د سعودي عربستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر ښاغلي ډاکتر مجید بن عبدالله الغاصب، په ګډه مشرۍ د یاد هیواد په پلازمینه ریاض کې جوړې شوې.
په دې ناستو کې په دوه اړخیزه همکاریو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ په پیاوړتیا، د پانګونې په جلبولو، انرژي، د پراختیایي پروژو په پلي کیدو، تخنیکي  او ټرانسپورتي همکاریو، ښې حکومتولۍ، د کانونو استخراج، سوداګرۍ او ټرانزیټ، سیمه ایزو همکاریو او نورو ورته مسائلو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د سعودي عربستان له سخاوتمندانه مرستو څخه د مننې تر څنګ، د ګډو همکاریو ناسته مهمه وبلله ویې ویل:" دغه ناستې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو سبب ګرځي او د افغانستان لوری چمتو دی، چې له پانګونې څخه د ملاتړ او لوړېدو په موخه د سوداګرۍ دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړي.
 نوموړي، زیاته کړه د دواړو هیوادونو تر منځ د یاد کمیسیون جوړول د ستراتیژیکو او اقتصادي همکاریو په برخه کې نوی فصل پرانیستې او د دواړو هیوادونو سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کوي.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت سرپرست، سعودي عربستان ته په خپل رسمي سفر کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د یاد هیواد له ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې وکړي.
 


د مطلب کود: 172246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172246/د-افغانستان-او-سعودي-عربستان-اقتصادي-سوداګریزو-همکاریو-ګډ-کمیسیون-لومړنۍ-ناستې-په-ریاض-کې-جوړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com