دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 172255
د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي
د میدان وردګو د ولایتي شورا یو غړی وایي چې وړمه شپه د دې ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات د صدمردې په کلي کې شوي دي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه: "وړمه شپه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په صدمردې کلي کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په نتیجه کې یې پنځه ملکي وګړي په شهادت رسېدلي. په وژل شویو کې دوه وروڼه چې د یوه ښوونځي چپراسیان و، شامل دي. یو هم د یوه کلینیک ساتونکی دی چې د شپې له‌خوا په همدې کلینیک کې اوسېده."

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د ملکیانو د وژل کیدو مسئله‌یې له والي سره مطرح کړې او هغه ورسره ژمنه کړې چې په دې اړه به څېړنه کوي.

د دفاع وزارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو دغه ادعا په داسې وخت کې کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما په دې وروستیو کې د جګړې د ښکېلو اړخونو له‌خوا ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchminzm23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته