دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 172257
د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې د میوند اتلان عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې پرون د میوند اتلان د عقابان هندوکش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په اووم پړاو کې دوهمه لوبه پرون ماښام د میوند اتلان او عقبان هندوش ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې لوبه ۲-۰ د میوند اتلانو په ګټه تمامه شوه.
تر دې مخکې د شاهین اسمایي لوبډله موج های امو ته ۲-۰ ماتې ورکړې وه.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په درېمه ورځ یعنې نن د سپین بازان د د اباسي څپي پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
د افغانستان فوټبال فډرایسون په وینا، دغه سیالۍ د افغانستان په وخت ماښام ۵:۳۰ بجې پیلېږي
 
https://avapress.com/vdcji8evauqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته