دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 172271
د طالبانو برید د بادغیس جوند ولسوالی باندی په شاوټمبول شو
په بادغیس کې پولیس سرچینی وایی چی طالبانو برید د جوند پر ولسوالی باندی په شاټمبول شوي او مهاجمان شاته تګ باندی مجبور شو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د بادغیس پولیسو قوماندی دفتر په مطبوعاتی اعلامیه کې راغلی دی چی طالبانو تیره شپه (دوشنبه، ۱۶ میزان) ددی ولایت جوند ولسوالی باندی برید او تصرف قصد درلود چی د امنیتی ځواکونو مقاومت سره مخ شو.
په دی اعلامیه کې ویل شوی دی چی ددی نښتئ په جریان کې، ۱۶ تنه طالبان وژل شوی او اته تنه نور ټپیان شوی دی.
ددی اعلامیه په اساس، ددی نښتو په ترڅ کې، یو امنیتی سرتیری وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.
بادغیس پولیس وایی: هغه طالبان چی د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالی، غور ولایت شهرک ولسوالی او بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالی څخه تجمع کړی وو، قصد درلود چی جوند ولسوالی تصرف کړی چی خوشبختانه د امنیتی ځواکونو سخت مقاومت سره مخ شو او بریدونه یی په شا وټمبول شو.
 
https://avapress.com/vdcfe0dyyw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته