دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 172272
پر ټاکنیزو اهدافو د بریدونو په اړه د طالبانو ګواښ او د کورنیو چارو وزارت غبرګون

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر تاکنیزو اهدافو د بریدونو په اړه د طالبانو د ګواښ په تړاو غبرګون وښود.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې ”پارلماني ټاکنې د ولسي نظام له اساسي رکن څخه دي. د افغانستان خلک له هغه شعور څخه برخمن دي، چې د ملي او ولسي چارو په ارزښت پوه شي. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې لکه څنګه چې د امنیتي ستونزو سربېره رای ورکوونکو د نوم لیکنې په برخه کې ونډه واخیسته، خپله ملي دنده یې ترسره کړه او د هېواد ملي ځواکونو یې هم امنیت ټینګ کړ.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د افغانستان امنیتي ځواکونه خپله ټوله هڅه کوي چې د ټاکنو امنیت خوندي کړي او تیاری لري تر څو د امن ټاکنو زمینه د ټولو هېوادوالو لپاره برابره کړي. افغان امنیتي ځواکونه دا ځل هم د خدای تعالی په مرسته او کلکې ارادې سره د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت ټینګوي.
په خبرپاڼه کې د طالبانو وروستي ګواښ په اړه راغلي دي ”په دې وروستیو کې طالب ترهګرو داسې ګنګوسې په لاره اچولې، چې ښايي ټاکنې یوه بهرنۍ پروژه ده او د افغانستان په خلکو پورې تړاو نه لري. لکه څنګه چې دا ډله له تېرو اتلسو کلونو راهیسې د بهرنیو لپاره او د هغوی د موخو د پوره کولو لپاره لاس په کار دي؛ نو اوس هم غواړي چې د خلکو په وړاندې رواني – تبلیغاتي جګړه په لاره واچوي. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبانو یو ځل بیا هغه تکراري خبرې د یوې خبرپاڼه په قالب کې خپرې کړې کومې چې د دوی د بهرنیو ملاتړو له لوري ورته ویل شوې وې، چې دا کومه تازه موضوع نه ده.
وسله والو طالبانو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې د لویدیځ او امریکا دسیسه بللې ده او ویلي یې دي چې دوی به ټاکنیز اهداف په نښه کوي.
طالبانو په یوه بیان کې ویلي ”اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هم لارښوونه کوي چې د ملکي او عامو افغانانو ژوند او مال ته د جدي پام ساتلو تر څنګ په ټول هیواد کې د دغې امریکايي پروسې د مخنیوي هڅه وکړي، کلک خنډونه ورته جوړ کړي، هغه افراد چې د دې پروسې د بریا هڅه کوي او په امنیتي برخه کې مرسته ورسره کوي، هغوی تر هدف لاندې راولي او په ټول توان سره د امریکایانو دغه دسیسه ناکامه او نامراده کړي. “
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgux9qxak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته