دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 172273
د دایکندی ولایت پاتوی ولسوالی باندی دطالبانو برید
دایکندی ولایت سیمه ایز مسؤولین خبر ورکوی چی طالبانو د پاتوی پر ولسوالی باندی برید کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، خادم حصین احسانی؛ د دایکندی ولایت پولیسو قوماندی امنیت آمر وایی، نن سهار سه شنبه طالبانو پاتو ولسوالی امنیتی ځواکونو باندی برید کړی چی ددی برید په ترڅ کې د خلګو یو تن سیمه ایز ځواک وژل شوی او نښته هم دوام لری.
یادولو وړ ده چی دا نښته په داسی حالت کې جریان لری چی سیمه ایز اوسیدونکې وایی چی تیره شپه طالبانو د پاتو ولوسالی قخور سیمه تصرف کړی او خپل سپین بیرقونه یی په دی سیمو کې وهلی دی او نن سهار خپل بریدونه ددی ولسوالی پر ساختمان باندی شروع کړی دی.
د پاتو ولسوالی یو څه مده مخکې، جوړ شوی او هغه وخت، څو ځلې د طالباند برید لاندی راغلی دی.
 
https://avapress.com/vdchqinzx23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته