کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کي د طالبانو دوو ډلو ترمنځ مرګونۍ نښته رامنځته شوې

17 میزان 1397 ساعت 14:59

په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو دوو ډلو ترمنځ مرګونې نښته رامنځته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۶ وسله وال وژل شوي.



د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد د پیښې پخلي کوي او وایي، چې نښته د ملا رسول او د ملا هبت الله وسله والو ترمنځ رامنځته شوې ده.
ده زیاتوي، چې نښته د ګذره ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې د ملا هبت الله لس وسله وال او د ملا رسول شپږ وسله وال وژل شوي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.
هرات د افغانستان په لودیدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د هرات  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 172274

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172274/هرات-کي-د-طالبانو-دوو-ډلو-ترمنځ-مرګونۍ-نښته-رامنځته-شوې

آوا
  https://www.avapress.com