دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 172274
هرات کي د طالبانو دوو ډلو ترمنځ مرګونۍ نښته رامنځته شوې
په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو دوو ډلو ترمنځ مرګونې نښته رامنځته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۶ وسله وال وژل شوي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد د پیښې پخلي کوي او وایي، چې نښته د ملا رسول او د ملا هبت الله وسله والو ترمنځ رامنځته شوې ده.
ده زیاتوي، چې نښته د ګذره ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې د ملا هبت الله لس وسله وال او د ملا رسول شپږ وسله وال وژل شوي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.
هرات د افغانستان په لودیدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د هرات  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdciyraz5t1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته