دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 172276
غني: د هرات ټول تاریخې آبدات باید ثبت شي
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، په هرات ولایت کې د ټولو تاریخي آبدو پر ثبتولو او ساتنې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني، چې د سې‌شنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۷) په ارګ کې د "خواجه عبدالله انصاري او ملکه ګوهرشاد بیګم" په یادغونډه کې وینا کوله وویل، چې د افغانستان د ملي معمارۍ په توګه باید د تیموري دورې د معمارۍ د سبک په اړه یو ملي بحث پیل شي.
د هغه پر وینا، کومې ودانۍ چې په وروستیو دریو پیړیو کې په افغانستان کې جوړې شوي، له هغو تاریخي ودانیو سره چې د تیموریانو په دوره کې په هرات کې جوړې شوي، د مقایسې وړ نه دي.
ښاغلي غني وویل "هیله ده چې د هرات تیر وخت هیر نه کړو، لږ ترلږه ۸۵۰ تاریخي آبدې دي چې ثبت شوې نه دي، که دا تاریخې آبدات ثبت نه شي، موږ په حقیقت کې یو ناورین رامنځ ته کوو... ټول باید په دې کې شریک واوسو، څو د هرات تاریخي آثار ژر تر ژره ثبت شي... یو فوق‌العاده هیأت باید واستول شي او د دغو آثارو په ثبتولو کې او د دغو آثارو په حفظ او مراقبت کې اساسي کوښښونه وشي".
ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې په عصري بڼه د ودانیو د جوړولو پر مهال باید تیره تاریخي معماري په پام کې ونیول شي. د ښاغلي غني پر وینا کله چې په افغانستان کې امنیت راشي، د نویو ودانیو په پرتله به په تاریخي او اسلامي سبک جوړې شوې ودانۍ د سیلانیانو زیات پام ځان ته واړوي او په دې برخه کې به عواید لس برابره زیات شي.
ښاغلي غني په دغو مراسمو کې د خواجه عبدالله انصاري او ملکه ګوهرشاد بیګم په نوم د مډالونو د جوړولو فرمان هم صادر کړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0un6i49n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته