کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل – لوګر د سړک جوړلو په ګډون د ۴،۹ میلیارده افغانیو په ارزشت قراردادونه منظور شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 میزان 1397 ساعت 15:51

د له کابله تر لوګر پورې د سړک جوړول په ګډون د ۴،۹ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ قراردادونه د ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې په ترڅ کې منظور شوي.



د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ولسمشر غني په مشری د ملي تدارکاتو په غونډه کې ۲۱ تدارکاتي مورده وارزول چې په پایله کې یې د ۴.۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ټول موارد منظور شول.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې په منظور قراردادونو کې د فواید عامې وزارت اړوند د کابل ښاروالی وړاندیز شوي شرکت سره  د لوګر د تېلو تانګ څخه تر چهل دختران پورې د کابل – لوګر ۷ کیلومتر  اوږد  سرک  جوړولو پروژه، د فواید عامې وزارت اړوند د مزارشریف د ۱۷،۴ کیلومټر اوږد حلقوي سرک پروژه، د فواید عامې وزارت اړوند د لوګر ولایت له خوشي څخه تر محمداغې پورې د سرک  جوړولو پروژه او د فواید عامې وزارت اړوند د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست لپاره د دوه ډوله  ( ډیزل او پطرول) تېلو د برابرولو او تدارک قرارداد شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د ۱۰۰۰۰متریک ټنه تصدیق شوی د غنمو تخم د انتقال او تدارک،د جمهوري ریاست د ساتنې عمومي ریاست ساحې لپاره د پوزیشنونو، سرک، برېښنایي روکي  دروازې او لایټینګ جوړولو پروژه، د چوکاټي قرارداد پر بنسټ د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ ۹قلمه حمام وسایلو د برابرولو او تدارک او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د NSS12 سټلایټ له لارې د  VCN او TDF سایټونو د اړیکو تامین پروژې قراردادونه هم د غونډې په ترڅ کې منظور شوي دي.
د ارګ ماڼی له مخې، د ملي تدارکاتو کمېیسون دکورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ ورکشاپ لپاره د ۱۵قلمه تجهیزاتو د تدارک قرارداد، د کورنیو چارو وزارت اړوند د محابسو او توقیف خونو د عمومي ریاست لپاره د اړتیا وړ ۱۳ قلمه حبوباتو د تدارک قرارداد هم منظور کړ.
ارګ ماڼی وایي، د بلخ ولایت د ګمرک د ۵۰۰۰جریبه ځمکې د دېوال جوړولو پروژه، د عامې روغتیا وزارت اړوند د غیر مشورتي خدماتو په شېوه د هېواد په ۸ ولایتونو کې د BPHS او EPHS روغتیایي خدماتو د وړاندې کولوپروژو کې د تضمیناتو بدلول او د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د غور ولایت د پوزه لیچ د اوبو برېښنا د دستګاه جوړول هم د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري تصویب شوي.
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت اړوند د مس عینک لرغونې سیمې د ساتنې او مستندونو لپاره له یونسکو بین المللي سازمان سره د تخنیکي همکایو په موخه د تمدید/ تعدیل د منظورۍ غوښتنه او د فواید عامې وزارت اړوند د کندهار ولایت له شورابک څخه تر سپین بولدک پورې د ۲۳،۹۲ کیلومتراوږد سرک د څلورم لاټ جوړولو پروژه هم د غونډې په ترڅ کې منظور شوي.
د ارګ ماڼی په وینا، غونډه کې د ملي شورا د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
 


د مطلب کود: 172277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172277/د-کابل-لوګر-سړک-جوړلو-په-ګډون-۴-۹-میلیارده-افغانیو-ارزشت-قراردادونه-منظور-شول

آوا
  https://www.avapress.com