دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 172284
د پوهنې وزارت د کار کوونکو او ښوونکو معاشانونه د مبایل له لارې ورکول کېږي
د پوهنې وزارت د کار کوونکو او ښوونکو د معاشونو د ډیجټلي کېدو موخه د غیر مجازو پیسو له ورکړې څخه مخنیوی، د معاشونو له سیستم څخه د معتمدانو لرې کول، د معاشونو په ورکړه کې چټکتیا، د روڼتیا او د ښوونکو رواني امنیت خوندیتوب د ښوونکو د کره شمېرو لرل، دي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له پوهنې وزارت سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ، چې پر بنسټ به یې د پوهنې وزارت د کار کوونکو او ښوونکو معاشونه د مبایل له لارې ورکول کېږي. دغه تفاهم لیک د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال لاسلیک شو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، شهزاد آریوبي وویل:" د دغه هوکړه لیک په لاسلیکېدو سره به په لومړي پړاو کې د پوهنې وزارت د کار کوونکو او ښوونکو معاشونه په کندهار، ننګرهار او پروان ولایتونو کې د مبایل له لارې ورکړل شي او بیا به دغه لړۍ د هیواد ټولو ولایتونو ته وغزول شي."
په همدې حال کې د پوهنې وزارت سرپرست، ډاکټر میرویس بلخي وویل:" د پوهنې وزارت د کار کوونکو او ښوونکو د معاشونو د ډیجټلي کېدو موخه د غیر مجازو پیسو له ورکړې څخه مخنیوی، د معاشونو له سیستم څخه د معتمدانو لرې کول، د معاشونو په ورکړه کې چټکتیا، د روڼتیا او د ښوونکو رواني امنیت خوندیتوب د ښوونکو د کره شمېرو لرل، دي."
د مبایل له لارې د پوهنې وزارت کار کوونکو او ښوونکو ته د معاشونو ورکول به د هغوی د معاشونو په ورکړه کې د چټکتیا او روڼتیا لامل او په دې برخه کې د فساد له مخنیوي سره مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د دې لپاره، چې د یاد وزارت کار کوونکي او ښوونکي د مبایل له لارې څخه خپل معاشونه تر لاسه کړي، اړینه ده چې په بایومټریک سیستم کې ثبت شي، د بایو مټریک سیستم تخنیکي پروسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ ترسره کېږي.
په بایو مټریک سیستم کې د پوهنې وزارت د کار کوونکو او ښوونکو شاملېدل به په دغه وزارت کې د خیالي ښوونکو شتون له منځه یوسي. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjo8evxuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته