دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 172290
هلمند کې ولسی جرګې یو نوماند ټاکنیز دفتر کې چاودنه
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ولسي جرګې د یوه نوماند په ټاکنیز دفتر کې چاودنه شوې چې له امله یې ۸ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي پیښه د ولسي جرګې د یوه نوماند صالح محمد اڅکزي په دفتر کې رامنځته شوې ده.
د هلمند چارواکي وايي په مرکز لښکرګاه کې ولسي جرګې ته د کاندید صالح محمد خان اڅکزي په دفتر کې انتحاري حملې ۸ تنه وژلي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په دی اړه وویل چې په دغه حمله کې ۱۱ تنه ټپیان شوي چې صالح محمد خان اڅکزی هم په‌کې شامل دی.
سرچینه زیاتوي، چې کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زیاتې شي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcgyx9qzak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته