دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 172291
غزنی کې ده یک ولسوالۍ باندی طالبانو برید په شاټمبول شوې ده
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، په ده‌یک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوځي مرکز د وسله‌والو طالبانو حمله ناکامه شوې ده.

ښاغلی نوری په دی اړه ویلی دی، چې وسله‌والو طالبانو نن سهار په ده‌یک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز حمله وکړه، خو بېرته وتښتېدل.
خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په ده‌یک کې یې د ملي اردو مرکز نیولی او د ملي اردو ۳۰ عسکر يې وژلي دي.
دا ادعا حکومت نه‌ده تأیید کړې.
د غزني د والي ویاند ویلي چې په ده‌یک ولسوالۍ کې په نننۍ حمله کې د ملي اردو یو عسکر وژل شوی او ۳ تنه زخمیان شوي دي.
https://avapress.com/vdchwinzz23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته