کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوهنې وزارت کارکوونکو او ښوونکو ته د موبایل له لاری تنخوا وړکړې سیستم تړون لاسلیک شو

17 میزان 1397 ساعت 18:13

د افغانستان ښوونکو او د پوهنې کار کوونکو ته د موبایل مني د سیستم له لارې، د تنخواګانو د ورکړې په خاطر، د پوهنې او مخابراتو د وزارتونو ترمنځ تړون لاسلیک شو.



د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د ښوونکو د تنخواګانو د ورکړې لپاره د "موبایل مني" سیستم بریالی ګڼي وايي، دغه سیستم پخوا تر دې هم په هېواد کې تجربه شوی او نتیجه‌یې مثبته ده.
شهزاد ګل اریوبي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۷» د موبایل مني د سیستم له لارې د ښوونکو د تنخواګانو د ورکړې په اړه، د پوهنې له وزارت سره د تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل:
"له نېکه مرغه نن یو ستر ګام اخلو، دوه نوي تړونونه لاسلیک کوو چې د پوهنې د کارکوونکو په اړه دي، لومړی تړون له افغان بیسیم سره دی چې له مخې به‌یې په کابل کې ۴۳۰۰۰ ښوونکي خپلې تنخواګانې د موبایل له لارې اخلي او دوهم د روشن له شرکت سره دی چې د هرات، بلخ ،تخار، پکتیا، خوست، بدخشان او لغمان ولایتونو کې ۷۶۰۰۰ ښوونکي راجستر کوي."

د دغې پروسې له مخې دولتي کارکوونکي هلته چې بانکونه څانګې نه‌لري، د روشن مخابراتي شبکې د می مني څانګې ته ورځي او خپله تنخوا اخلي.
د مخابراتو وزیر وویل، ښوونکي د مخابراتي شرکتونو له لارې بایو مټریک او راجستر کېږي او په همدې سیستم‌یې تنخواګانې اجراء کېږي.
ښاغلي اریوبي وویل، په دې اړه د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره هم تفاهم شوی چې همدا اوس په کابل، بلخ، کندز، هرات، پکتیا او بدخشان ولایتونو کې د یاد سیستم له لارې د دغه وزارت کابو ۶۰۰۰ کارکوونکي تنخواګانې اخلي.
دغه تړونونه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د مخابراتو وزارت د مسؤلینو په خبره، دمګړۍ په پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کي د پوهنې وزارت ۴۱۳۰ کارکوونکي، د افغان بیسیم او روشن د شبکو له لارې خپلې تنخواګانې اخلي.


د مطلب کود: 172292

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172292/پوهنې-وزارت-کارکوونکو-او-ښوونکو-ته-د-موبایل-له-لاری-تنخوا-وړکړې-سیستم-تړون-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com