دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۲۹
د مطلب کود : 172302
په فراه ولایت کې پنځه وسله وال طالبان د خپل ماین ښکار شول
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د فراه ولایت په پشت رود ولسوالی کې د خپل ماین د چاودنې له امله پنځه وسله وال طالبان وژل شوي.

د کورنیو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې پنځه وسله وال طالبان چې غوښتل یې د پشت رود ولسوالی به نهال دشت کلي کې یوه خود سازه میان ځای پر ځای کړي، وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي )یوناما( د بشري حقونو په یوه ځانګړي رپوټ کې چې څو ورځې مخکې خپور شو، وایې چې دولتي ضد عناصر باید په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي، د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو بې توپیره او نامناسبه کارونه ژر تر ژره بنده کړي.
”د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو د قصدي او بې توپیره کارونې له امله افغان ملکي وګړو ته د زیانونو زیاتوالی “تر عنوان لاندېدغه ځانګړی رپوټ د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپټمبر تر دیرشمې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې چټک زیاتوالی مستند کړی، چې د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې نږدې نیمایي برخه جوړوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawun6u49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته