دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 172317
پاکستان د افغان سولې لپاره د همکاریو ډاډ ورکړی
د پاکستان حکومت له امریکا سره منلې چې د افغانستان لانجې د سیاسي حل لپاره به خپله ونډه ترسره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې سلاکار زلمي خلیلزاد سره ژمنه کړې چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا هڅو سره به همکاري وکړي.
هغه ویلي چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د جګړې پای لپاره د امریکا له هڅو هرکلی کوي.
خلیلزاد هم ویلي چې امریکا چمتو ده چې په سیمه کې د سولې یو موخې ته رسیدو په برخه کې له پاکستان سره کار وکړي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي واشنګټن له هر وخت اوس ډیر د افغانستان سولې په ټینګښت کې جدي چلند کوي.
زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqx9quak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته