دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 172323
ولسمشر غنی: ټاکنو امنیت به په ښه توګه تامین شی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د دښمن تبلیغات په ټاکنو کې د ګډون لپاره زموږ د خلکو د ارادې خنډ نشي کېدای او د ټاکنو امنیت په ښه توګه تامینېږي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانی په غونډه کې وکړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غونډې په ترڅ کې هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د احتمالي ګواښونو، د رای ورکولو د مرکزونو د امنیتي تدابيرو او دغه راز د ولایتونو د رای ورکولو مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو د لېږد په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، ټاکنې یوه ملي او ولسواکه پروسه ده. هغه زیاته کړه د ټاکنو امنیت مهم دی او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ټاکنیزو سیالیو او رای ورکولو لپاره امن فضا رامنځته کړي.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې د لویدیځ او امریکا دسیسه بللې ده او ویلي یې دي چې دوی به ټاکنیز اهداف په نښه کوي.
 
https://avapress.com/vdcdxx0fsyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته