دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 172326
د افغانستان اقتصاد په اړه تازه موندنې

د پیسو نړیوال صندوق د تازه ریپوټ پر بنسټ د افغانستان اقتصاد به په روان کال کې ۲.۳ سلنه وده ولري، چې د تیر کال په پرتله نیم سلنه زیاتوالی ښیي.
په هغه رپوټ کې چې پرون د پیسو نړیوال صندوق له لورې خپور شو وړاندوینه شوې چې د افغانستان ناخالص کورني تولیدات به په دوه زره نولسم کال کې دوه چنده زیات شي او درې سلنې ته به ورسیږي.
خو دوه میاشتې وړاندې د اقتصاد وزارت ویلي و چې د هیواد د وګړو شمیر ته په کتو سره اړتیا ده چې د افغانستان اقتصاد هر کال اته سلنه وده وکړي.
د پیسو نړیوال صندوق په تازه رپوټ کې دا هم ویلي شوي چې د افغانستان جمعیت درې دیرش میلیونو کسانو ته رسېدلی په داسې حال کې چې د افغانستان د احصایې ادارې د روان کال په جولای میاشت کې د تول هیواد وګړو شمیر یو دیرش عشاره شپږ میلیونه کړی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxx9q3ak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته