افغان حکومت دغې موضوع ته په اشاره سره وايي چې بېځایه شویو ته د مرستو بهیر روان دی او همداشان هڅه کېږي چې د وچکالۍ له امله بیځایه شوي افغانان خپلو اصلي مېنو ته ساتنه کړي.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په دې لټه کې یو چې د وچکالۍ له امله د بېځایه شویو او د جګړو له امله د بېځایه شویو ترمنځ تفکیک وکړو، هغه څوک چې بېرته سیمو ته نه شي ستنېدلای په موقت کمپونو کې ورته دوامداره مرستې و کړو او هغه څوک چې د وچکالۍ له امله بېځایه شوي وي وهڅول شي چې په داوطالبانه ډول خپلو اصلي سیموته ستانه شي."
ښاغلی فهیم وايي؛ د وچکالۍ له امله په شلو ولایتونو کې خلک مجبور شوي چې سیمې پرېږدي او همدا شان لسګونه زره افغانان د جګړو له امله له اصلي سیمو بېځایه شوي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې اوچا یا د ملګري ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په روان مېلادي کال کې نېږدې ۲۵۰ زره تنه د نا امنیو او وچکالۍ له کبله بېځایه شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي چې یوازې د روانې میاشتۍ په لومړي اوونۍ کې د جګړو د شدت له کبله د بادغیس، کونړ، کاپیسا، تخار، پکتیکا غزني او پروان ولایتونو څخه ۲۸ زره تنه بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د یادو بېځایه شویو ۴۵ سلنه خلکو ته بشري مرستې رسېدلي خو پاتې ۵۵ سلنه یې لاهم له مرستو نه دي برخمن شوي.