خوښ ديک ۰

فاریاب کې د طالبانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې مشر له خپل ۶ ملګرو سره ووژل شو


د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالی کې د وسله والو طالبانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې مشر له خپل شپږو تنو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردود په یوه بیان کې ویلي، چې د یوې هوایي برید په ترڅ کې چې تېره شپه شاوخوا ۱۲:۲۰ ترسره شوه، په ترڅ کې یې د طالبانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې مشر ملا داود تایمني په ګډون ۷ تنه وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه هوایي برید د قیصار ولسوالی اړوند په شاخ سیمه کې ترسره شوې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو یو شمېر وسلې او یوه ګاډی هم لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فاریاب  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي
 
ټکي:
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود: 172337 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *